ډاکټر ظاهر د افغانستان دصحت وزير او وروسته بيا صدر اعظم شو ، دافغانستان لپاره يې متخصصه کابينه پارلمان ته معرفي کړه ، د صحت وزارت په مهال يې منظم تشکيلات ايجاد کړل ، د ډاکټر ،مرستيال ډاکټر ، سر طبيب ،روغتون ،کلينيک دا نومونه او تشکيلات ډاکټر صيب دلته رامنځ ته کړل ،د صدارت پرمهال يې بيروني او کورني سياست اساسي کرښې وټاکلې ، يو شمېر هېوادونو کې يې د افغانستان د سفارتونو لپاره زمکه وپېرله او ودانۍ يې پرې ودانې کړې .
صنعت ،تجارت،زراعت او سوداګرۍ ته يې ځانګړې پاملرنه وکړه د اوبو بندونو جوړولو ته يې ملا وتړله اوبه يې تر ډيره حده د اقتصادي ودې جريان ته ننه ايستل .
ډاکټر ظاهر د ارواښاد احمد ظاهر پلار او د لغمان مرکز د بغلک کلي اوسيدونکى و .
پاى کې د مهترلام ښاروال Nazifullah Alkozay او ولايتي ادارې مننه چې د ورکو هستيو ياد تازه ساتي .







Source

ahmadzahir

Author ahmadzahir

More posts by ahmadzahir

Leave a Reply